![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
غــــــــزل چې په زړه كې يې زړه سوى نه وي جانانه چې مين وي، لېونى نه وي جانانه رنګ يې تت، ګلونه مړاوي، پاڼې زېړې خوب كې وينم، زما ښى لستوڼى پرې وي خوند يې نه وي، چې څوك خنډ مينه كې نه وي يا په ګل پسې اغزى نه وي جانانه بې له تا داسې بهير نيمګړى ښكاري |
|
+ نوشته شده در
سه شنبه سی ام مرداد 1386ساعت 11:25 توسط نورا جان بهير |
|
|
ګران داؤد ته، چې هره شپه يې د شپېلۍ خوږې نغمې اورم! شپه چې په ځان شېنكى سالو د اسمان وغوړوي اوږدې نغمې يې په واړه وجود كې وغځوي شپه د شپېلۍ په سُر مينه ده او خوند ترې اخلي څه اله هو، اله هو غږ له ستوني والوزوي آخ! چې دا څوك غواړي، تربت كړي د سندرو ستوني
(نوراجان بهير) ۱۳۸۵ ل. د چنګاښ ۲۸ مه. |
|
+ نوشته شده در
دوشنبه بیست و دوم مرداد 1386ساعت 11:1 توسط نورا جان بهير |
|
|
ماشومتوب كاش چې يو ځل موږ بيا دواړه ماشومان وى تور ماښام له كوره لاس په لاس روان وى ما برېتونه د غنم له (توركو) جوړ وى ستا په پزه د شوتلې ګل پېزوان وى سوې منډې مو وهلى شنو پټو كې اوربلكې مو نېولى په لاسو كې ما خپل بند موټى تر تا در رسولى تا پرانېستى، ترې ټومبلى دې وېښتو كې زه په بوټو كې لوېدلى، جګيدلى ته پر پوله، په ملاماته، خنديدلى لوڅو پښو، خړو ګونډو ته مې پام نه وى ستا خوښ كړي پتنګان مې رانېولى وى په غلا پسې وتلي د بادرنګو له وياړو نه مو وېستى بوټي د بنګو چې راتلى نو زما ښى لستوڼى پرې وى له تا هم ځونډى شليدلى د لونګو چې پو كړي مو وى، ځاله د بمبرو وى راوتې، له يوه غاره په لښكرو څو په ما او څو په تا پورې وى نښتې بيا رېشخند وى، د همزولو، وړو سترو تيريدى راباندې ټول بادونه، لړې لاس او پښې مو وى، په خټو كې ككړې د ادې بابا له وېرې نهر ناست وى ياديدى پر دسترخوان د ورځې شخړې كاش وى يو ځل بيا ستانه تر ماشومتوبه تر هغه سپيڅلي ژونده، لېونتوبه ته وى تېره له پښيمانه پېغلتوبه زه هم تېر وى له نيم ژواندي ځلميتوبه |
|
+ نوشته شده در
پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:32 توسط نورا جان بهير |
|
|
جنۍ او سپوږمې
د ورېځو شاته سپوږمۍ ولاړه په هاغه وره كې جېنۍ ولاړه دوې كوچۍ پېغلې سترګې يې څار كړي پرې د پېچكې كېږدۍ ولاړه ماښام نږدې دى، يو څوك به راشي انتظار سپينه خولګۍ ولاړه دلته يو ځوان خوالې كړې پاكې تر څنګ يې لويه ګاډۍ ولاړه خلتې د ژاولو، پاپړو تشې پكې غنم اوس، بوجۍ ولاړه لمونځ يې ادا كړ، توره كوټه كې يوه سرتوره بوډۍ ولاړه پر پاك قرآن يې لاسونه ايښي ده غوړېدلې ځولۍ ولاړه د يو سر خېر، ټكو كې غواړي دعا د هسك پر بلۍ ولاړه ستوماني لاړه، زلمى باغ باغ شو مخې ته يې موسكه غوټۍ ولاړه زركه قفس كې شوه په ټوپونو پښو ته يې خړه كونګرۍ ولاړه وږي وزه يې لاسونه ګوري تر شاه يې زېړه سېرلۍ ولاړه سهار نږدې دى، د وره ټك ټك شو زلمى ور ووت، غدۍ ولاړه پردي ټوپك دي، پردۍ درېشۍ دي د داسې خپلو ډلګۍ ولاړه هغه يې بوتلو، كور چيغو واخېست د هر ميل خولې ته، ګولۍ ولاړه ماښام نږدې دى، جېنۍ ولاړه مين يې نشته، ګاډۍ ولاړه پر شنه ګړي يې اوښكې ور لويږي د اوبو تل كې سپوږمۍ ولاړه كلونه تېر شول، خو په دې زړه كې نه خوځي، ټوله نړۍ ولاړه |
|
+ نوشته شده در
پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:29 توسط نورا جان بهير |
|
|
فلسفي شاعر سيدشاه ((سعود)) ته!
د (زه همدغه شانته ښه يم) كتاب د لوستلو پرمهال ملنګ نه يې، نه د بل په وره كې ناست يې! ته پاچا يې او زما په زړه كې ناست يې! د مست شعر شپېلۍ دې اورمه سعوده! د غزل نغمو ته ګوښى غره كې ناست يې! پاڼه پاڼه دې سترګك د رڼا شيندي د لمرګلي غوندې لمر ته مخامخ يې ښكلي ټول لكه هندارې درپسې دي ته نظر يې، خپل دلبر ته مخامخ يې ته خو هسې هم د دوى دنيا كې نه يې پام چې ونه وځې له خپلې دنياګۍ نه نه پوهيږي لا، خبر هم ترې لا نه دي ډېر بدرنګ ستا د ګلرنګې زندګۍ نه ستا الوت چې د اسمان سينه سورۍ كړي له نور ډكې مرغلرې ترېنه راوړي څو له زړه توى شوي څاڅكي ورته پرېږدي خو خوږې، يو څو سندرې ترېنه راوړي كه له ځانه دې خداى مكړه زړګى تور شو دا زموږ زړونه به څوك په رڼا وينځي چې نسيم ستا د سندرو پرې حور نه وي وايه څوك به دا بدرنګه فضا وينځي ستا ارمان زما ارمان دى، خو شاعره ستا په شان اظهارول يې راته ګران دي ناخبره نقادان يې ازار اخلي غزلتوري خو (سورخولي ماشومان) دي ستا كېسه چې د دنيا غېږې ځاى نه كړه ما د زړه يوه وړوكي ټپ كې ځاى كړه مينه لويه وه، له لويو نظرونو اشنا تا د يوې سترګې رپ كې ځاى كړه چې د ژوند د فلسفې ګلان پكې دي راوتلى هغه ښاخ ستا له وجوده پيره لږ شان لاسنيوى دې ور پېرزو كړه! ((بهير)) هم ستا په لار تلل غواړي سعوده! ۱۳۸۵ لمريز كال، د چنګاښ ۲۵ خوست - افغانستان |
|
+ نوشته شده در
پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:20 توسط نورا جان بهير |
|
|
په سپوږمۍ كې تصوير يو دى
له خوند ډكه شپــه د اوړي له هر ځاى، له هره لــوري له هر بام، له هر انــګړه نه بلا خلك، لــكه ستــوري لكه ستوري رڼې سترګې د اسمان لور ته ورګوري ++++++++++++++++++++ د اسمان په شنه وجـــود كې ښايسته سپينه سپوږمۍ ده د سپېڅلي سپين رنګ ټولګه لــه نور جوړه شهزادګــۍ ده ګــرده مرده، غونــډه منــډه بس د څوارلسو جېنـۍ ده ++++++++++++++++++++ ماشوم ځان سره موسكى شي خپـلې كړنې ژونـدۍ وينــي د سپوږمۍ پــه آيېنه كــــې دوې ماشومې شوخۍ ويني شى پټ كړى، غوږ تاؤ كړى د همزولې خوركۍ وينــي ++++++++++++++++++++ شېبه وروسته له حيا كړي لـمـن تـــاوه پــه غــاښو كې د رنګ سره يې لا سيوا شي وړو ګل، ګل انــنــګو كــې مور له دواړو غېږ چاپېره دى موسكى خور يې سلګو كې ++++++++++++++++++++ شوخ ماشوم له دې تصــويره سترګې پټې كړي ويــده شي خو چې ويښ شي دا هر څه ترې خدايزه هېر شي او كه څه شي د ســحر چـــايـو پـر ســر يـــې بيا لـــه لاســه ورانــى وشـي يوه پېغله هم سپوږمۍ ته ځان نږدې له جهان ويني پـــه هـــمزولــې ايـېـنه كـــې ترڅنګ ناست خوږ جانان ويني د مـستـيــو تــوپــان ويــنــــي ++++++++++++++++++++ يــو د وصل تــور ماښام يې زړه ته راشي، په هــــــوا شــي د شنه باغ خړ څنډلي ته يــې يار ناست، دا ورته راشــــــي ځوان له وېرې وره ته ګوري نجلۍ كټ، كټ په خندا شي ++++++++++++++++++++ د نــجلـۍ د خـــنــدا كــړس تــه مور په كټ كې ټوخى وكــړي دا لـــه شــرمــه تــكه سره شـــي ټكرى خور، مخ پوټى وكــړي ټوله شپه خوب كې جانان وي ســهــار ســوړ اسوېلــى وكــړي ++++++++++++++++++++ يـــــو بــــوډا هـــم دا هــنــداره د خپل ژوند مخ ته نېولــې چې په ده زلمي به مړې وې پكې ګوري پېغلې ښـكلې په نيمكښ وره كې ولاړې د بـــلۍ پـــر سر خـتـلـــې ++++++++++++++++++++ له دې هم څو ګامه وړاندې بـــوډا سـر شــو پـــه ټــوپــونـو اوس ماشوم دى خيږي لويږي پــه شــنـو ونـــو، دېــوالـونـو د ښارو ځالې يې چاڼ كړې پـــه وړو، وړو لاســـونــــو ++++++++++++++++++++ د پلاني ماما دوى باغ كې شنې لوچې، سره ګلابونــه ده جوړه څـــپلۍ پـــه لاســــو جوړ د تېـښـتــې تـدبيرونه لــه دېواله غــواړي واوړي غواړي راوړي ډك جېبونه ++++++++++++++++++++ اوس ګلاب په لاس ولاړ دى د هــمــزولـې جېـــنۍ خواتــه د يوې پښې پونده يې جګه اغـــزي څـــوكـــه پكې ماتـــه د نجلۍ په لاس كې ستن ده ګـــوري ده تـــه، كــله شاتــه ++++++++++++++++++++ لاس د دوو همزولو رېږدي لاهــم پاتــې اغزى مات دى اوس خـو بلــه هــم لا شــوې د هغې يو بنګړى مات دى د بــانې يــو تــورى نشــته پخوا هم يو منګى مات دى ++++++++++++++++++++ دوى په غلا يو بل ته ګوري ستن په هېره له پښې ووځي دواړه يــو ځــاى ټكني شــي يو ګډ آخ يې له خولې ووځي د بوډا په ملا كې برېښ شي لــه اوږدې نـنـدارې ووځــي. +++++++++++++++++++ هر بې ځالې ناست مارغه ته خپله ځاله سپوږمۍ ښكاري چونګ اوبو كې لوڅ ماهي ته باكمالــه سپوږمۍ ښــكاري لـنـډه دا چـې هـر، هـر څـه تـه خبرهاله سپوږمۍ ښكاري ++++++++++++++++++++ شپه يوه ده، شوګير يو دى په سپوږمۍ كې تصوير يو دى مــيـن ډېـــر خـــوبــونــه ويـنـي خـــو د ټــولـــو تـعبـير يـــو دى رنګ د هــرې كــړۍ بېل دى |
|
+ نوشته شده در
پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:17 توسط نورا جان بهير |
|
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
|
| نوشته های پیشین |
|
آبان 1387 مرداد 1386 |
|
RSS
|