تبليغاتX
بهيـــــــــــــــــــــــــــــر
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

ظالمو! دومره خو هم حد د ظلم مه ماتوئ
خېر دى موږ وژنئ خو دستور مو د چم مه ماتوئ
د مور له ګل غېږې نه مه تروړئ ويده ماشومان
يه توپانونو! آيېنې د شبنم مه ماتوئ

د وخت جابرو قوتونو او مغرورو خلکو!
د سترمنو لوپټو خو مو لږ خيال وساتئ
د نن زورواکو، لږ د خداى له زوره وويرېږئ!
په نيمه شپه کې پردي ورونه په بم مه ماتوئ

موږ نه د زرو وږي يو او نه د تېلو تږي
موږ تر پښو لاندې له سر پورته نړۍ نه پېژنو
نو تش په دې چې دومره ډېر ولې په ګډه اوسي
د پښتانه کورګي ساتلى پرتم مه ماتوئ!

موږ له خداى پرته، يو د مور سيورى په سر ليدلى
ډېوو ته لوى خلک که ويني هم، نو څه به ويني
موږه له هر پردي ويريږو، ويرولي يې يو
په دې ګناه مو کور ته لارې د غم مه ماتوئ!

موږ د تربتو ستونو کريغې  د قلم سلګۍ کړې
موږ د بې ژبې او ګونګي ولس ناره پورته کړه
د خداى راکړې ازادۍ په خاطر، يه زورګيرو!
زموږ لاسونو کې دوې ګوتې قلم مه ماتوئ!

+ نوشته شده در  چهارشنبه پانزدهم آبان 1387ساعت 13:51  توسط نورا جان بهير |