تبليغاتX
بهيـــــــــــــــــــــــــــــر - شعر: په سپوږمۍ كې تصوير يو دى
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

                 په سپوږمۍ كې تصوير يو دى

 

له خوند ډكه شپــه د اوړي

له هر ځاى، له هره لــوري

له هر بام، له هر انــګړه نه

بلا خلك، لــكه ستــوري

لكه ستوري رڼې سترګې

د اسمان لور ته ورګوري

++++++++++++++++++++

د اسمان په شنه وجـــود كې

ښايسته سپينه سپوږمۍ ده

د سپېڅلي سپين رنګ ټولګه

لــه نور جوړه شهزادګــۍ ده

ګــرده مرده، غونــډه منــډه

بس د څوارلسو جېنـۍ ده

++++++++++++++++++++

ماشوم ځان سره موسكى شي

خپـلې كړنې ژونـدۍ وينــي

د سپوږمۍ پــه آيېنه كــــې

دوې ماشومې شوخۍ ويني

شى پټ كړى، غوږ تاؤ كړى

د همزولې خوركۍ وينــي

++++++++++++++++++++

شېبه وروسته له حيا كړي

لـمـن تـــاوه پــه غــاښو كې

د رنګ سره يې لا سيوا شي

وړو ګل، ګل انــنــګو كــې

مور له دواړو غېږ چاپېره

دى موسكى خور يې سلګو كې

++++++++++++++++++++

شوخ ماشوم له دې تصــويره

سترګې پټې كړي ويــده شي

خو چې ويښ شي دا هر څه ترې

خدايزه هېر شي او كه څه شي

د ســحر چـــايـو پـر ســر يـــې

بيا لـــه لاســه ورانــى وشـي

+++++++++++++++++++

يوه پېغله هم سپوږمۍ ته

ځان نږدې له جهان ويني

پـــه هـــمزولــې ايـېـنه كـــې

ترڅنګ ناست خوږ جانان ويني

په خپل ځوان بايللي زړه كې

د مـستـيــو تــوپــان ويــنــــي

++++++++++++++++++++

يــو د وصل تــور ماښام يې

زړه ته راشي، په هــــــوا شــي

د شنه باغ خړ څنډلي ته يــې

يار ناست، دا ورته راشــــــي

ځوان له وېرې وره ته ګوري

نجلۍ كټ، كټ په خندا شي

++++++++++++++++++++

د نــجلـۍ د خـــنــدا كــړس تــه

مور په كټ كې ټوخى وكــړي

دا لـــه شــرمــه تــكه سره شـــي

ټكرى خور، مخ پوټى وكــړي

ټوله شپه خوب كې جانان وي

ســهــار ســوړ اسوېلــى وكــړي

++++++++++++++++++++

يـــــو بــــوډا هـــم دا هــنــداره

د خپل ژوند مخ ته نېولــې

چې په ده زلمي به مړې وې

پكې ګوري پېغلې ښـكلې

په نيمكښ وره كې ولاړې

د بـــلۍ پـــر سر خـتـلـــې

++++++++++++++++++++

له دې هم څو ګامه وړاندې

بـــوډا سـر شــو پـــه ټــوپــونـو

اوس ماشوم دى خيږي لويږي

پــه شــنـو ونـــو، دېــوالـونـو

د ښارو ځالې يې چاڼ كړې

پـــه وړو، وړو لاســـونــــو

++++++++++++++++++++

د پلاني ماما دوى باغ كې

شنې لوچې، سره ګلابونــه

ده جوړه څـــپلۍ پـــه لاســــو

جوړ د تېـښـتــې تـدبيرونه

لــه دېواله غــواړي واوړي

غواړي راوړي ډك جېبونه

++++++++++++++++++++

اوس ګلاب په لاس ولاړ دى

د هــمــزولـې جېـــنۍ خواتــه

د يوې پښې پونده يې جګه

اغـــزي څـــوكـــه پكې ماتـــه

د نجلۍ په لاس كې ستن ده

ګـــوري ده تـــه، كــله شاتــه

++++++++++++++++++++

لاس د دوو همزولو رېږدي

لاهــم پاتــې اغزى مات دى

اوس خـو بلــه هــم لا شــوې

د هغې يو بنګړى مات دى

د بــانې يــو تــورى نشــته

پخوا هم يو منګى مات دى

++++++++++++++++++++

دوى په غلا يو بل ته ګوري

ستن په هېره له پښې ووځي

دواړه يــو ځــاى ټكني شــي

يو ګډ آخ يې له خولې ووځي

د بوډا په ملا كې برېښ شي

لــه اوږدې نـنـدارې ووځــي.

+++++++++++++++++++

هر بې ځالې ناست مارغه ته

خپله ځاله سپوږمۍ ښكاري

چونګ اوبو كې لوڅ ماهي ته

باكمالــه سپوږمۍ ښــكاري

لـنـډه دا چـې هـر، هـر څـه تـه

خبرهاله سپوږمۍ ښكاري

++++++++++++++++++++

شپه يوه ده، شوګير يو دى

په سپوږمۍ كې تصوير يو دى

مــيـن ډېـــر خـــوبــونــه ويـنـي

خـــو د ټــولـــو تـعبـير يـــو دى

رنګ د هــرې كــړۍ بېل دى

لـــه تـقـديـره زنځيــر يـــو دى

+ نوشته شده در  پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:17  توسط نورا جان بهير |