![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
فلسفي شاعر سيدشاه ((سعود)) ته!
د (زه همدغه شانته ښه يم) كتاب د لوستلو پرمهال ملنګ نه يې، نه د بل په وره كې ناست يې! ته پاچا يې او زما په زړه كې ناست يې! د مست شعر شپېلۍ دې اورمه سعوده! د غزل نغمو ته ګوښى غره كې ناست يې! پاڼه پاڼه دې سترګك د رڼا شيندي د لمرګلي غوندې لمر ته مخامخ يې ښكلي ټول لكه هندارې درپسې دي ته نظر يې، خپل دلبر ته مخامخ يې ته خو هسې هم د دوى دنيا كې نه يې پام چې ونه وځې له خپلې دنياګۍ نه نه پوهيږي لا، خبر هم ترې لا نه دي ډېر بدرنګ ستا د ګلرنګې زندګۍ نه ستا الوت چې د اسمان سينه سورۍ كړي له نور ډكې مرغلرې ترېنه راوړي څو له زړه توى شوي څاڅكي ورته پرېږدي خو خوږې، يو څو سندرې ترېنه راوړي كه له ځانه دې خداى مكړه زړګى تور شو دا زموږ زړونه به څوك په رڼا وينځي چې نسيم ستا د سندرو پرې حور نه وي وايه څوك به دا بدرنګه فضا وينځي ستا ارمان زما ارمان دى، خو شاعره ستا په شان اظهارول يې راته ګران دي ناخبره نقادان يې ازار اخلي غزلتوري خو (سورخولي ماشومان) دي ستا كېسه چې د دنيا غېږې ځاى نه كړه ما د زړه يوه وړوكي ټپ كې ځاى كړه مينه لويه وه، له لويو نظرونو اشنا تا د يوې سترګې رپ كې ځاى كړه چې د ژوند د فلسفې ګلان پكې دي راوتلى هغه ښاخ ستا له وجوده پيره لږ شان لاسنيوى دې ور پېرزو كړه! ((بهير)) هم ستا په لار تلل غواړي سعوده! ۱۳۸۵ لمريز كال، د چنګاښ ۲۵ خوست - افغانستان |
|
+ نوشته شده در
پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:20 توسط نورا جان بهير |
|
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
|
| نوشته های پیشین |
|
آبان 1387 مرداد 1386 |
|
RSS
|