تبليغاتX
بهيـــــــــــــــــــــــــــــر - شعر: جنۍ او سپوږمۍ
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

جنۍ او سپوږمې

 

د ورېځو شاته سپوږمۍ ولاړه

په هاغه وره كې جېنۍ ولاړه

دوې كوچۍ پېغلې سترګې يې څار كړي

پرې د پېچكې كېږدۍ ولاړه

ماښام نږدې دى، يو څوك به راشي

انتظار سپينه خولګۍ ولاړه

 

دلته يو ځوان خوالې كړې پاكې

تر څنګ يې لويه ګاډۍ ولاړه

خلتې د ژاولو، پاپړو تشې

پكې غنم اوس، بوجۍ ولاړه

 

لمونځ يې ادا كړ، توره كوټه كې

يوه سرتوره بوډۍ ولاړه

پر پاك قرآن يې لاسونه ايښي

ده غوړېدلې ځولۍ ولاړه

د يو سر خېر، ټكو كې غواړي

دعا د هسك پر بلۍ ولاړه

 

ستوماني لاړه، زلمى باغ باغ شو

مخې ته يې موسكه غوټۍ ولاړه

زركه قفس كې شوه په ټوپونو

پښو ته يې خړه كونګرۍ ولاړه

وږي وزه يې لاسونه ګوري

تر شاه يې زېړه سېرلۍ ولاړه

 

سهار نږدې دى، د وره ټك ټك شو

زلمى ور ووت، غدۍ ولاړه

پردي ټوپك دي، پردۍ درېشۍ دي

د داسې خپلو ډلګۍ ولاړه

هغه يې بوتلو، كور چيغو واخېست

د هر ميل خولې ته، ګولۍ ولاړه

 

ماښام نږدې دى، جېنۍ ولاړه

مين يې نشته، ګاډۍ ولاړه

پر شنه ګړي يې اوښكې ور لويږي

د اوبو تل كې سپوږمۍ ولاړه

كلونه تېر شول، خو په دې زړه كې

نه خوځي، ټوله نړۍ ولاړه

 

+ نوشته شده در  پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:29  توسط نورا جان بهير |