![]() |
![]() |
|
| ادبي او فرهنګي وېبلاګ |
|
ماشومتوب كاش چې يو ځل موږ بيا دواړه ماشومان وى تور ماښام له كوره لاس په لاس روان وى ما برېتونه د غنم له (توركو) جوړ وى ستا په پزه د شوتلې ګل پېزوان وى سوې منډې مو وهلى شنو پټو كې اوربلكې مو نېولى په لاسو كې ما خپل بند موټى تر تا در رسولى تا پرانېستى، ترې ټومبلى دې وېښتو كې زه په بوټو كې لوېدلى، جګيدلى ته پر پوله، په ملاماته، خنديدلى لوڅو پښو، خړو ګونډو ته مې پام نه وى ستا خوښ كړي پتنګان مې رانېولى وى په غلا پسې وتلي د بادرنګو له وياړو نه مو وېستى بوټي د بنګو چې راتلى نو زما ښى لستوڼى پرې وى له تا هم ځونډى شليدلى د لونګو چې پو كړي مو وى، ځاله د بمبرو وى راوتې، له يوه غاره په لښكرو څو په ما او څو په تا پورې وى نښتې بيا رېشخند وى، د همزولو، وړو سترو تيريدى راباندې ټول بادونه، لړې لاس او پښې مو وى، په خټو كې ككړې د ادې بابا له وېرې نهر ناست وى ياديدى پر دسترخوان د ورځې شخړې كاش وى يو ځل بيا ستانه تر ماشومتوبه تر هغه سپيڅلي ژونده، لېونتوبه ته وى تېره له پښيمانه پېغلتوبه زه هم تېر وى له نيم ژواندي ځلميتوبه |
|
+ نوشته شده در
پنجشنبه یازدهم مرداد 1386ساعت 12:32 توسط نورا جان بهير |
|
|
صفحه نخست پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
|
| نوشته های پیشین |
|
آبان 1387 مرداد 1386 |
|
RSS
|