تبليغاتX
بهيـــــــــــــــــــــــــــــر - شعر: شپېلۍ
ادبي او فرهنګي وېبلاګ

ګران داؤد ته، چې هره شپه يې د شپېلۍ خوږې نغمې اورم!

­   ­    ­   ­    ­   ­    ­   ­    ­   ­    ­   ­   ­   ­    ­  

 

شپه چې په ځان شېنكى سالو د اسمان وغوړوي
ستړې تنې په كټ كې ستورو ته ځان وغوړوي
يو مست، ملنګ زلمى راووځي د ويالې غاړې ته
په داؤدي شپېلۍ، پر پولو ماران وغوړوي
­   ­    ­   ­

اوږدې نغمې يې په واړه وجود كې وغځوي
شي خوله، په خوله وړو سړو شونډو ته اور وركړي
مين د هجر په شپه بولي، د وصال سندره
لكه مړوند، شپېلۍ ته لاس كې هسې زور وركړي
­   ­    ­   ­

شپه د شپېلۍ په سُر مينه ده او خوند ترې اخلي
خوږې نغمې يې په نري شمال كې وزنګوي
شپېلۍ هم څه د جادوګرې خاموشۍ غوندې ده
كلى د ښكلي ترنم په ټال كې وزنګوي
­   ­    ­   ­

څه اله هو، اله هو غږ له ستوني والوزوي
په هر رنځور زړګي شيبې د ماشومتوب راولي
هر ماسخوتن شپېلۍ تر هغه پورې نه سړيږي
تر څو په ټول كلي څپې د پاسته خوب راولي
­   ­    ­   ­

آخ! چې دا څوك غواړي، تربت كړي د سندرو ستوني
د كُمري چيغه شوه د سپيو په غپار كې وركه
((بهير)) هم آوړي لټ په لټ، كلي ته خوب نه ورځي
نن شپه شپېلۍ ده، د چورلكو كڼهار كې وركه

 

 

(نوراجان بهير)

۱۳۸۵ ل. د چنګاښ ۲۸ مه.



+ نوشته شده در  دوشنبه بیست و دوم مرداد 1386ساعت 11:1  توسط نورا جان بهير |